Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتیکا کې د ۶۹ بېلا بېلو پراختیایي پروژو چارې پیل شوې دي.
۵ ثور ۱۴۰۴

پکتیکا کې د ۶۹ بېلا بېلو پراختیایي پروژو چارې پیل شوې دي.

د پکتيکا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رياست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په وازېخوا ولسوالۍ کې د شاوخوا (۸۶،۸) میلیون افغانیو په لګښت د ۶۹ بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پيل شوېدي. 

د مسوولینو په خبره د یادو پروژو د پیل په پار جوړه شوې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وزیر ملا محمد یونس اخندزاده ویلي، هڅه کوي چې د هیواد په ټولو وروسته پاتې ولسوالیو کې پراختيايي کارونه ترسره کړي. 

يادې پروژې د ملګرو ملتونو د پروژي خدماتو دفتر په مالي مرسته جوړيږي.  

سرچینې ویلي، چې په دغو پروژو کې د یو کوچني بند په ګډون د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دیوالونو او کانالونو جوړول شامل دي.

مطالب

پکتیکا کې د ۶۹ بېلا بېلو
پراختیایي پروژو چارې
پیل شوې دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ