Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د سلګونه ټوکه درسي کتابونو دغیرقانوني پلور مخه نېول شوې.
۲۰ دلو ۱۴۰۳

لوګر کې د سلګونه ټوکه درسي کتابونو دغیرقانوني پلور مخه نېول شوې.

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د استخباراتو ریاست د منسوبینو په مرسته توانیدلي، چې د محمدآغې ولسوالۍ اړوند کتاب پلورنځیو څخه، سلګونه ټوکه د ښوونځیو دولتي چاپ کتابونه ترلاسه او د غیرقانوني پلور مخه یې نیولې ده.
د پوهنې ریاست ویاند محمد شاه پور عرب وایي، په راغونډو شویو کتابونو کې د پوهنې وزارت اړوند ۱۱۴۵ ټوکه نوي او استعمال شوي کتابونه شامل دي، چې د استخباراتو ریاست د قوانینو ساتنې مدیر مفتي پاد شاه میوند له خوا د پوهنې ریاست د سرچینو او ادارې آمر مولوي عبیدالله هشام ته په رسمي بڼه وسپارل شول.

د لوګر د پوهنې ریاست وایي، په یاده برخه کې خپلې دقیقې څېړنې پیل کړي، تر څو معلومه کړي، چې تر لاسه شوي کتابونه د کوم ښوونځي دي او د چا له خوا په کتاب پلورنځیو پلورل شوي دي او هم هغه کسان، چې د دغو کتابونو په پلور کې لاس لري معلوم او د قانون منګولو ته وسپاري.

مطالب

لوګر کې
د سلګونه ټوکه درسي کتابونو
دغیرقانوني پلور مخه نېول شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ