Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

روسیې اسلامي امارت په رسمیت وپېژانده.
۱۳ سرطان ۱۴۰۴

روسیې اسلامي امارت په رسمیت وپېژانده.

روسیه لومړنی هیواد شو چې اسلامي امارت یې په رسمیت وپېژانده، په مسکو کې یې د افغان سفیرباورلیک هم منلی او ویلي یې دي چې دغه ګام به یې دوه اړخیزو همکاریو پراختیا ته وده ورکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي په کابل کې د روسيې سفير دیمیتري ژیرنوف،  د دغه وزارت له سرپرست وزیرمولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې، د روسیې د حکومت هغه پرېکړه رسماً ابلاغ کړه چې پر بنسټ يې اسلامي امارت په رسمیت پېژني.

خبرپاڼه کې راغلي، روسیې سفیر د دې پرېکړې اهمیت په ګوته کړ او دا یې د افغانستان او روسیې تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره تاریخي ګام وباله.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د روسیې فدراسیون د دغې پرېکړې هرکلی کړی او دا یې د دواړو هېوادونو تر منځ د مثبتو اړیکو، متقابل درناوي او رغېدونکي تعامل نوې مرحله بللې ده.

متقي ویلي، چې د روسیې فدراسیون دغه واقعبينانه پرېکړه به د دواړو هېوادونو د اړیکو په تاریخ کې د یوه مهم پرمختگ په توګه ياده وي او د نورو هېوادونو لپاره د ورته اقدام لپاره یوه ښه بېلګه رامنځ ته کوي.

د هغه په خبره، له دې اقدام سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوې اړخيزې همکارۍ لا پراخې شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د دغه وزازت د مرستیال ای یو رودینکو په مسکو کې د اسلامي امارت سفیر ګل حسن حسن باورلیک منلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خپله ویناپاڼه کې چې پر رسمي پاڼه یې خپره کړې د طالبانو حکومت د نوي سفیر د باورلیک منلو له انځور سره لیکلي: “موږ باور لرو چې د افغانستان د اسلامي امارت د حکومت په رسميت پېژندنه به زموږ د هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د ګټورو دوه اړخیزو همکاریو پراختیا ته وده ورکړي.”

دا په داسې حال کې ده چې د روسيې سترې محکمې د روان کال (د اپرېل ۱۷مه) اعلان وکړ چې د اسلامي امارت نوم یې له هغه نوملړه ځنډولی چې له ۲۰۰۳ کال راهیسي په کې د یوې «ترهګرې ډلې» په توګه ځای شوی و. 

مطالب

روسیې اسلامي امارت
په رسمیت وپېژانده

دا خبر نورو سره شریک کړئ