Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې پر ۶۰۰ بې‌وزله کورنیو مرستې ووېشل شوې
۱۲ جدی ۱۴۰۳

لوګر کې پر ۶۰۰ بې‌وزله کورنیو مرستې ووېشل شوې

د لوګر محلي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د شیهدانو او کډوالو چارو ریاستونو له لوري د مرکز پل‌علم په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو پر ۶۰۰ بې‌وزله او اړو کورنیو د ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د خوراکي او غیرې خوراکي توکي مرستې ووېشل شوې.

د دغه ولایت مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور د مرستو وېش پرمهال وویل، د شهیدانو او معلولینو ریاست له لوري په ۲۰۰ بې‌وزله کورنیو د خوراکي توکو مرسته چې هرې کورنۍ ته ۶ بوجۍ ۵۰ کېلوګرامه اوړه، شپږ بوتله ۵ لېټره غوړي او دوه بوجې ۲۵ کيلويي ورېځې ووېشل شوې.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د وېسټا موسسې له لوري د خروار او ازرې ولسوالیو په ۴ سوه بې وزله او اړو کورنیو ۸ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه چې هرې کورنۍ سره شاوخوا ۲۰ زره افغانۍ مرسته شوې.

اړې کورنۍ هم خوښې دې چې د لوګر ولایتي ادارې په همکارۍ یې د یو شمیر بنسټونو له لوري د خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې، خو ټینګار کوي چې شوې مرستې دې دوامداره شي.

مطالب

لوگر
بیوزلی
اقتصاد

دا خبر نورو سره شریک کړئ