Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

روانه اوونۍ یوشمېر ولایتونو کې د پولیوضد واکسین کمپاین پیلېږي.
۶ دلو ۱۴۰۳

روانه اوونۍ یوشمېر ولایتونو کې د پولیوضد واکسین کمپاین پیلېږي.

د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د روانې اوونۍ د «دوشنبې پر ورځ، سلواغې اتمه» د پولیو یا ګوزن ضد واکسین کمپاین پیلېږي.

 له پولیو خوندي افغانستان په نوم بنسټ نن شنبه، سلواغې شپږمه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد کمپاین کې به زرګونه ماشومان د پولیو پروړاندې واکسین شي.

دغه بنسټ لیکلي: «د ماشومانو ګوزڼ ضد واکسین کمپاین به راتلونکې دوشنبه، جنورۍ ۲۷مه، ۲۰۲۵، د ۱۴۰۳، سلواغې اتمې سره برابره ده، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې پیل شي.»

له پولیو خوندي افغانستان پر خپله اېکس‌پاڼه دا نه‌دي لیکلي چې د هېواد په کومو ولایتونو کې به د پولیو ضد واکسین پیل شي او څومره ماشومان به واکسین شي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه هغه هېوادونه دي چې لاهم د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغي په‌کې په بشپړه توګه له‌منځه نه‌ده تللې.

افغانستان کې له دې وړاندې هم د پولیو ضد ناروغي پر وړاندې له پنځو کلونو کم عمره میلیونونه ماشومان واکسین شوي دي.

پولیو یا ګوزڼ یوه نااعلاجه ناروغي ده چې درملنه نه‌لري او یوازې باید ماشومانو ته د پولیو دوه څاڅکي ورکړل شي.

مطالب

پولیوضد واکسین
له پولیو خوندي افغانستان په نوم بنسټ

دا خبر نورو سره شریک کړئ