Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

له پاکستانه وارد شوي ۱۳ لارۍ خوسا کچالو بیرته ور ګرځول شوي.
۲۳ ثور ۱۴۰۴

له پاکستانه وارد شوي ۱۳ لارۍ خوسا کچالو بیرته ور ګرځول شوي.



د ننګرهار د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ رییس محمد ولي محسن نن (سه‌شنبه، ثور ۲۳) وویل، له پاکستانه وارد شویو ۱۴ لارۍ کچالو څخه ۱۳ یې د کرنیزو توکو د قرنطین مسوولانو له لوري تر معایناتو وروسته بې‌کیفیته ثابت شوي چې بیرته ور ګرځول شوي.

دوی وویل، یوه لارۍ کچالو چې روغ وو، افغانستان ته د لیږد اجازه ورکړل شوه.

د اسلامي امارت مسوولانو له ټولو سوداګرو د باکیفیته محصولاتو واردولو هیله کړې، ترڅو هیوادوال له صحي او پاکو محصولاتو څخه ګټه واخلي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم تورخم کې د کرنیزو توکو د قرنطین مسوولانو له لوري له پاکستانه سلګونه ټنه وارد شوي محصولات د خراب کیفیت له امله بېرته ور ګرځول شوي دي.

مطالب

له پاکستانه وارد شوي ۱۳ لارۍ
خوسا کچالو بیرته ور ګرځول شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ