نوی ښوونیز کال؛ لوګر کې به ۱۸ زره ماشومان ښوونځيو کې شامل شي.
د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې نوي ۱۴۰۴ ښوونیز کال کې به د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۸ زره ماشومان ښوونځیو کې شامل شي.
د لوګر د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسؤل محمد شاه پورعرب زینت راډيو ته وویل، له خلکو غواړو هغه ماشومان، چې په ښوونځي کې د شاملولو عمرونه يې پوره کړي وي، د خپلو سیمو په نږدې ښوونځیو کې دې شامل کړي.
د نوموړي په وینا، شاملېدونکو زده کوونکوته به؛ د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم، درسي کتابونه او قرطاسیه هم ووېشل شي.
د یادو ماشومانو د نوم لېکنې د پیل نېټه، د کب (حوت) میاشتې لومړۍ او د پای نېټه یې، د نوي ۱۴۰۴ ښوونیز کال د وري (حمل) میاشتې ۱۵مه یاده شوې ده.