Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د ایران د شمالي خرسان او د فراه ولایت ترمنځ سړک جوړیږي.
۲۴ حمل ۱۴۰۴

د ایران د شمالي خرسان او د فراه ولایت ترمنځ سړک جوړیږي.

په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي وایي، د ایران او افغانستان ترمنځ د ماهیرود په نوم سرحدي سړک د رغولو چارې به سږ کال بشپړې شي.

 په کابل کې د ایران سفارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د ایران یوه اقتصادي پلاوي د دغه سړک کار له نږدې کتلی دی. یاد سړک د ایران د شمالي خراسان ولایت ماهیرود سیمه د فراه له ولایت سره نښلوي. 

د ایران سفیر ویلي، د دغې لارې په جوړېدو به د افغانستان او ایران سوداګریزې اړیکې لا پياوړې شي.

مطالب

د ایران د شمالي خرسان
او د فراه ولایت
ترمنځ سړک جوړیږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ