Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له یو لړ سختو پایلو سره مخ هیواد دی.
۳ ثور ۱۴۰۴

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له یو لړ سختو پایلو سره مخ هیواد دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) دفتر پرون پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې افغانستان په سیمه کې د اقلیمي بدلون له یو لړ سختو پایلو سره مخ هېواد دی.

 یوناما ویلي چې ناپایداره کړنې، ککړتیا او د عامه پوهاوي نشتوالي په افغانستان کې د چاپېریال ویجاړولو بهیر چټک کړی دی.

 یاد بنسټ په افغانستان کې د چاپېریال ساتنې غوښتنه کړې ده. یوناما زیاته کړې چې په افغانستان کې څاه ګانې او سیندونه په وچېدو دي او د اوبو کمښت پر یوه ملي ناورین اوښتی دی. 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر ویلي چې کلونو ځنګلونو وهلو د افغانستان طبیعي پوښښ له منځه وړی دی. 

د یوناما له خوا په خپاره شوي پيغام کې راغلي چې د تودوخي زیاتوالي، اوږدې او پرلپسې وچکالۍ او چاپېریالي فشارونو د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د خلکو ژوند اغېزمن کړی دی.

مطالب

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون
له یو لړ سختو پایلو سره
مخ هیواد دی

دا خبر نورو سره شریک کړئ