Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

مجاهد: افغان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.
۲۷ حمل ۱۴۰۴

مجاهد: افغان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوې تازه مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې له امريکايي پوځيانو پاتې شوې ټولې وسلې خوندي دي او د دولت د وسلو په ډیپونو کې ساتل کېږي. 

نوموړي  ټینګار کړی، چې هیڅ وسله قاچاق شوې نه‌ده او ټول پوځي تجهیزات د سرپرست حکومت تر کنټرول لاندې دي.

 هغه په خپلو خبرو کې دا هم ویلي، چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر ضد کار وا نه‌خېستل شي. 

نوموړي زیاته کړې، موږ غواړو افغانستان د سیمې او نړۍ لپاره د امن ځای وي، نه د ګواښ سرچینه. مجاهد همداراز ویلي، چې سرپرست حکومت له ټولو هېوادونو سره د ښو، مثبتو او متوازنو اړيکو غوښتونکی دی؛ تر څو د متقابل درناوي احترام او نه‌لاسوهنې پر بنسټ یو باثباته افغانستان ولرو.

مطالب

مجاهد: افغان خاوره
د هېڅ هېواد پر ضد
ونه کارول شي

دا خبر نورو سره شریک کړئ