Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ستره محکمه: د اختر په مناسبت له بند خونو څه باندې ۲۴۰۰ بندیان ازاد شوي.
۱۰ حمل ۱۴۰۴

ستره محکمه: د اختر په مناسبت له بند خونو څه باندې ۲۴۰۰ بندیان ازاد شوي.

سترې محکمې پرون د شنبې په ورځ خبر ورکړی، چې د کوچني اختر په مناسبت یې د هېواد له بند خونو څه باندې ۲۴۰۰ بندیان له بنده ازاد کړي دي.

 د یاد محکمې ویاند ویلي، چې دغه بندیان د اسلامي امارت د مشر د فرمان له‌مخې ازاد شوي او په وینا یې د همدغه فرمان له‌مخې، د شاوخوا ۳ زرو نورو بندیانو د بند په مودو کې هم یو څه کمښت راغلی دی. 

بل‌خوا، د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه په ابوظبۍ کې د افغانستان د سفارت د هڅو په پایله کې یوه هوکړه شوې چې پر بنسټ یې، ۵۴ افغانان له بېلابېلو زندانونو خوشې کېږي.

مطالب

ستره محکمه
د اختر په مناسبت
له بند خونو
څه باندې ۲۴۰۰ بندیان ازاد شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ