Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سوېلي‌کوریا: اوکراین سره جګړه کې د شمالي‌کوریا ۳۰۰ سرتېري وژل شوي.
۲۴ جدی ۱۴۰۳

سوېلي‌کوریا: اوکراین سره جګړه کې د شمالي‌کوریا ۳۰۰ سرتېري وژل شوي.

د سوېلي‌کوریا چارواکي وايي چې د اوکراین پر ضد روانه جګړه کې د شمالي‌کوریا ۳۰۰ سرتیري وژل شوي او ۲۷۰۰ نور ټپیان دي.

د سوېلي‌کوریا د ملي استخباراتو ادارې دغه معلومات خبریالانو سره شریک کړي دي.

دې ادارې ویلي چې د روسیې په کرُسک سیمه کې د شمالي‌کوریا د پوځیان ځای پر ځای کېدل روان دي او په وینا یې، تراوسه جکړه کې د شمالي‌کوریا شاوخوا ۳۰۰۰ سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

دې ادارې ټينګار کړی چې د شمالي‌کوریا سرتیري د نوې جګړې په تړاو پوهاوی نه‌لري او د روسیې له لوري داسې کارول کېږي چې له امله یې، د دوی تلفات لوړ دي.

دغه څرګندونې داسې مهال دي چې تېره ورځ د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي د جګړې پرمهال د شمالي‌کوریا د دوو سرتېرو د نیولو خبر ورکړ.

زېلېنسکي ټينګار وکړ چې کېیف په روسیه کې د اوکرایني سرتېرو د خوشې کولو په بدل کې د یادو سرتېرو تبادلې ته  اماده دی.

سوېلي‌کوریا له دې وړاندې هم ادعا کړې چې شمالي‌کوریا د روسیې په ملاتړ د اوکراین پر ضد روانې جګړې ته شاوخوا ۱۰زره سرتېري لېږلي دي.

مطالب

سوېلي‌کوریا
اوکراین
شمالي‌کوریا

دا خبر نورو سره شریک کړئ