Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اوچا: په افغانستان کې د وچکالۍ ګواښ زیات شوی.
۲۱ ثور ۱۴۰۴

اوچا: په افغانستان کې د وچکالۍ ګواښ زیات شوی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان د هوا د وچوالي او د ورښتونو د کچې د ټیټوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده. 

اوچا ویلي، چې دغه وضعیت د اوبو د کمښت ستونزه نوره هم ژوره کړې ده. راپور کې د «کرنې د فشار شاخص» یادونه شوې، چې ښیي په 

افغانستان کې په ډېری سیمو کې د بوټو وده کمه شوې او دا د وچکالۍ ګواښ زیاتوي. اوچا ویلي، چې د ځینو شمال ختیځو ولایتونو پرته، د هېواد 

په ډېریو ولایتونو کې د تودوخې درجه لوړه شوې، چې دا به د اوبو کمښت، د ځمکو حاصل کموالی او د څړځایونو د له منځه تلو لامل شي.

مطالب

اوچا: په افغانستان کې
د وچکالۍ ګواښ زیات شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ