Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیون ډالر لیلاموي.
۴ حمل ۱۴۰۴

د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیون ډالر لیلاموي.



د افغانستان بانک مسوولان وايي چې سبا «سه‌شنبه، وري پنځمه» به «۱۵» میلیون امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (دو‌شنبه، وري څلورمه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا سه‌شنبه «۱۵» میلیون امریکايي ډالر لیلام کړي.

دغه بانک له ټولو خصوصي بانکونو او پر شرایطو برابر د پولي خدمتونو او صرافیو شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د افغانستان بانک ویلي چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.

د افغانستان بانک لیکلي: «د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.»

د افغانستان بانک له دې وړاندې هم د افغانیو ارزښت ساتنې او ثبات لپاره میلیونونه ډالر د داوطلبۍ له لارې د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي دي

مطالب

د افغانستان بانک
سبا ۱۵ میلیون
ډالر لیلاموي

دا خبر نورو سره شریک کړئ