Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

میدان وردګ او فاریاب؛ په ۲ جلا ترافیکي پېښو کې ١٤ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.
۴ ثور ۱۴۰۴

میدان وردګ او فاریاب؛ په ۲ جلا ترافیکي پېښو کې ١٤ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

د میدان وردګو ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې د کابل–کندهار پر لويه لار د سید اباد ولسوالۍ په سیسۍ سیمه کې د فلډر موټر د چپه کېدو له امله ۸ کسان ټپيان شوي دي. 

په ورته وخت کې، د فاریاب ولایت د خانچهارباغ ولسوالۍ په حدبخش سیمه کې بیا د یوه ټېلر او سراچې موټر د ټکر له کبله ۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل کس ټپي شوی دی.


د سرچینې د مالوماتو له مخې ټپیان د اړوند سیمو نږدې روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي. 

ځايي چارواکو ویلي، چې دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې دي.

مطالب

میدان وردګ او فاریاب؛
په ۲ جلا ترافیکي پېښو کې
١٤ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

دا خبر نورو سره شریک کړئ