هلمند کې نږدې ۲۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.
د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوې شبکې په ګټې اخیستنې سره، نږدې ۲۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د پاکو اوبو دغه شبکه د ګرمسېر ولسوالۍ په ملا اقدام کلي کې د څه باندې ۴.۴ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. په یاده پروژه کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره يې ۱۷۴ کورنیو د څښاک اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.