Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کونړ کې د یوې مرمۍ چاودنې له امله دوه ماشومان ټپیان شوي.
۲۶ جوزا ۱۴۰۴

کونړ کې د یوې مرمۍ چاودنې له امله دوه ماشومان ټپیان شوي.

د کونړ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

د کونړ ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان رسنیو ته ویلي چې دغه پېښه تېره ورځ د سرکاڼو ولسوالۍ د دوسرکې په سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه وویل، یاد ماشومان د څارویو په څرولو بوخت وو چې مرمۍ چاودنه پرې کړې.

دی وایي، دواړه ټپي ماشومان د درملنې لپاره د کونړ ولایت ملکي روغتون ته انتقال شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ننګرهار ولایت په کامه ولسوالۍ کې هم د یوې مرمۍ د چاودنې له امله یوه ۱۶ کلن هلک ژوند له لاسه ورکړی و او د هغه ورور او خور ټپیان شوي وو.

مطالب

کونړ کې د یوې مرمۍ چاودنې
له امله دوه ماشومان ټپیان شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ