Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

روسيې او افغانستان ۸مياشتو کې د ١٧٤ ميليونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه کړې.
۶ دلو ۱۴۰۳

روسيې او افغانستان ۸مياشتو کې د ١٧٤ ميليونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه کړې.

د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې افغانستان او روسیې د ۱۷۴ میلیونو ډالرو په ارزښت سوداګریزې راکړې ورکړې درلودې.

د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي، له افغانستان روسیې ته یوازې د دوه میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.

د هغه په ​​وينا، مميز، قیمتي ډبرې، انځر او پياز روسيې ته د افغانستان صادراتي توکي دي او غنم، طبيعي ګاز او بېلابېل ډوله تېل بیا د افغانستان له مهمو وارداتي توکو څخه دي.

نوموړي وویل: «دې کچه کې دوه میلیونه ډالره د افغانستان صادرات او ۱۷۲ میلیونه واردات دي. د افغانستان صادراتي اقلام، ممیز، قیمتي ډبرې، وچ انځر او پیاز دي او وارداتي اقلام یې، نفت، طبیعي ګاز، غنم او نور توکي دي.»

د سرپرست حکومت د کار او ټولنيزو چارو سرپرست وزير عبدالمنان عمري پرون په کابل کې د روسيې له سفير ديميتري ژيرنوف او د دغه هېواد د اقتصادي او سوداګريزو چارو سلاکار نيکولاى سازنوف په مشرۍ له يوه پلاوي سره د ليدنې پر مهال په روسیه کې د افغانستان د زراعتي محصولاتو لپاره د مناسب بازار د رامنځته‌کېدو غوښتنه وکړه.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وايي، چې په دې ناسته کې د دغه وزارت سرپرست روسیې ته د افغان کارګرو د لېږلو وړاندیز هم وکړ.

نوموړي وویل: «ا.ا د سیمې او نړۍ هېوادونو سره د نېک او پر درناوي ولاړ متقابل تعامل غوښتونکی دی او له نېکه‌مرغه په دې سره بریالی شوی چې ځینو هېوادونو سره د سیاسي ارتباطاتو سربېره، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې هم ارتباط ټينګ کړي او کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د امنیت ټينګښت سره یې، د پانګونې زمینه برابره کړې.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په دې ناسته کې د روسیې فدراسیون سفیر وویل، چې په افغانستان کې به روسي پانګوال پانګونې ته وهڅوي او د افغان سوداګرو لپاره به اسانتیاوې برابرې کړي.

روسیه دا مهال له اسلامي امارت سره نږدې دیپلوماتیکې اړیکې لري او د مسکو له لوري دترهګریزو ډلو له لیست څخه د اسلامي امارت د ایستلو لپاره یې اقدام کړی دی.

یوشمېر سیاسي کارپوهان وايي، چې اسلامي امارت کولای شي له روسیې سره له سیاسي نږدېوالي څخه د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره ګټه پورته کړي.

د سیاسي چاروکارپوه سیداکبر سیال وویل: «زما له نظره هره اړیکه یو توپیر لري او دا د ګاونډیو او هېوادونو په پرتله روسیې سره ښه دی او د تجارت، اقتصاد او سیاسي برخو کې به اغېزمن ثابت شي.»

په تیرو درېوو کلونو کې روسیې له اسلامي امارت سره ښې دوه اړخیزې اړیکې ټینګې کړي او په نړیوالو غونډو کې یې څو ځله د اسلامي امارت ملاتړ کړی دی.

مطالب

د صنعت او سوداګرۍ وزارت
اخندزاده عبدالسلام جواد

دا خبر نورو سره شریک کړئ

روسيې او افغانستان ۸مياشتو کې د ١٧٤ ميليونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه کړې.