Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ډونالډ ټرمپ: له ډيموکراټانو د ماسک ملاتړ بدې پایلې لرلی شي.
۱۸ جوزا ۱۴۰۴

ډونالډ ټرمپ: له ډيموکراټانو د ماسک ملاتړ بدې پایلې لرلی شي.



د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې له امریکايي میلیاردر ایلن ماسک سره یې اړیکې پای ته رسېدلي او که هغه د ده د نوي مالیاتي قانون مخالفو ډیموکراټانو ملاتړ وکړي، «جدي پایلې» به ولري.

ټرمپ په ټینګار سره ویلي، چې له ایلن ماسک سره د اړیکو رغولو او بیا خبرو ته چمتو نه دی، خو تراوسه یې د هغه له شرکتونو سره د حکومتي تړونونو لغوه کول نه‌دي سنجولي.

د دواړو لوریو ترمنځ شخړه، د ولسمشر ټرمپ پر نوي مالیاتي قانون د نیوکې له امله رامنځته شوه چې د امریکا کانګرس کې یې د دغه قانون تصویب له ځنډ سره مخ کړی دی.

ورته وخت کې نړیوالو رسنیو د سرچینو په خبره راپور ورکړی چې ایلن ماسک د ولسمشر ټرمپ پر ضد ځینې پوسټونه چې د هغه استیضاح ملاتړ هم پکې شوی و، ډیلیټ کړي دي.

د ټرمپ مرستیال جي ډي وینس په یوه پودکاست کې ویلي، ماسک له ولسمشر سره په مخالفت کې «لویه تېروتنه» کړې او هیله لري چې بېرته راشي.

مطالب

ډونالډ ټرمپ
له ډيموکراټانو د ماسک
بدې پایلې لرلی شي

دا خبر نورو سره شریک کړئ