Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هېواد کې د څلورو لویو بندونو د سروې او ډيزاین چارې پلان شوې دي.
۱۲ حمل ۱۴۰۴

هېواد کې د څلورو لویو بندونو د سروې او ډيزاین چارې پلان شوې دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د اوبو د مدیریت د نورو پروژو تر څنګ د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره یې په تخار کې د کوچکې بند، په بغلان کې د کېله ګۍ بند، په غزني کې د زردالو بند او په هرات ولایت کې د کادانک بند د سروې او ډیزاین چارې پلان کړې دي.

 که څه هم د هېواد په کچه د ځینې لویو بندونو د جوړولو چارې روانې دي، خو هېوادوال له سرپرست حکومته غواړي، چې د اقتصادي پرمختګ او د خلکو لپاره دکاري زمینې د برابرولو په موخه د لا ډېرو پانګونو د جلبولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.

مطالب

هېواد کې د څلورو لویو بندونو
د سروې او ډيزاین
چارې پلان شوې دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ