Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

یو این ډي پي: تېر کال مو د ۱۵.۸میلیونه ډالرو په ارزښت د وړو کاروبارونو ملاتړ کړی.
۲۲ ثور ۱۴۰۴

یو این ډي پي: تېر کال مو د ۱۵.۸میلیونه ډالرو په ارزښت د وړو کاروبارونو ملاتړ کړی.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو این ډي پي) ویلي،چې دغه پروګرام په تېر ۲۰۲۴میلادي کال کې د ۱۵.۸میلیونه ډالرو په ارزښت په بلخ، فاریاب، بدخشان، تخار، هرات او بادغیس ولایتونو کې د وړو کاروبارونو ملاتړ کړی دی.

 دغه پروګرام وایي، چې د ښځو په مشرۍ یې ۱۶۲۰ سوداګریو ته پورونه چمتو کړي او د ۲۵۰۰ ښځو په ګډون یې ښځو ته د قرضې د ورکړې او سپما ګروپونه رامنځ ته کړې دي. 

په ورته مهال هغه متشبیثې مېرمنې چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پرګرام مرستې يې ترلاسه کړي خوښي څرګندوي او زیاتوي چې د یادو مرستو پرمټ یې خپلې سوداګرۍ ته وده ورکړي او تر څنګ یې یو شمېر نورو مېرمنو ته هم د کار زمینه برابره کړي ده.

مطالب

یو این ډي پي: تېر کال مو
د ۱۵.۸میلیونه ډالرو په ارزښت
د وړو کاروبارونو ملاتړ کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ