Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د پاکستان او ازبکستان استازو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ په اړه خبرې کړې دي.
۱۰ جوزا ۱۴۰۴

د پاکستان او ازبکستان استازو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق، له عصمت‌الله ایرګاشف، چې د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړی استازی دی، په یوه مجازي ناسته کې د افغانستان او خپلو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په اړه خبرې کړې دي. 

محمد صادق ویلي، چې په دې ناسته کې د سوداګرۍ، اقتصادي همکاریو او د ظرفیت لوړونې پر موضوعاتو بحث شوی، او دواړو لوریو د ازبکستان–افغانستان–پاکستان د اوسپنې پټلۍ پر پروژې هم خبرې کړې دي، چې د حیرتان بندر له خرلاچي بندر سره نښلوي. هغه دا پروژه د افغانستان د پرمختګ او د سیمې د پراخې اقتصادي ودې لپاره مهمه او حیاتي بللې ده.

مطالب

د پاکستان او ازبکستان استازو
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ
په اړه خبرې کړې دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ