Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

جوزجان کې د ټرافیکي پېښې پرمهال ۴ کسانو ژوند بایللی.
۱۳ جوزا ۱۴۰۴

جوزجان کې د ټرافیکي پېښې پرمهال ۴ کسانو ژوند بایللی.



د جوزجان مسوولانو نن (سه‌شنبه، جوزا ۱۲)  وویل، د دغه ولایت د خانقا ولسوالي مربوطاتو کې ټرافیکي پېښه شوې چې څلور کسانو په کې ژوند بایللی او دوه نور ټپیان شوي.

مړو شویو کسانو کې دوه ښځې، یو ماشوم او یو نارینه شامل دی.

د جوزجان ـ بلخ لویې‌لارې د ټولي قومندان راز محمد حقمل وویل، پېښه نن سه‌شنبه هغه مهال شوې چې دوو موټرو ټکر وکړ او سراچه موټر له سړک څخه واوښته.

د هغه په وینا، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې هم ښه دی.

د پېښې رامنځ ته کېدو لامل د موټرچلوونکو تېز سرعت او بې‌احتیاطي بلل کیږي.

مطالب

جوزجان کې
د ټرافیکي پېښې پرمهال
۴ کسانو ژوند بایللی

دا خبر نورو سره شریک کړئ