Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

حوثيانو یوځل بیا پر اسراییل توغندیز برید کړی.
۲۸ ثور ۱۴۰۴

حوثيانو یوځل بیا پر اسراییل توغندیز برید کړی.



د حوثي وسله‌والو ویاند یحیی سرېع نن (یکشنبه، ثور ۲۸) وویل، تېره شپه یې یو ځل بیا د اسراییل په بن ‌ګوریون هوايي ډګر دوه بالستیک توغندي توغولي.

د هغه په وینا، د توغندیز برید له امله په اسراییل کې د خطر زنګونه هم ووهل شول.

که څه هم د حوثیانو له لوري د توغندیز برید زیانونو په اړه جزییات نه‌دي ورکړل شوي، خو د اسراییل د دفاع وزارت د ډېرو مالوماتو له ورکولو پرته یوازې ویلي چې یو بالستیک توغندی د هوايي دفاع سیسټمونو لخوا شنډ شوی دی.

د راپورونو پر اساس، د مارچ له ۱۸مې راهیسې، د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند هوکړې تر ختمېدو او د اسراییل له لوري غزه کې د عملیاتو له پیل راهیسې، حوثیانو په ټولیزه توګه پر اسراییل د ۳۵ بالستیک توغنديو او ۱۰ ډرون بریدونه کړي دي.

خو د اسراییل پوځ ویلي چې ډېری دغه توغندیز بریدونه یې هدف ته تر رسېدو وړاندې شنډ کړي دي.

مطالب

حوثيانو یوځل بیا
بیا پر اسراییل توغندیز برید کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ