په چین کې د سرپرست حکومت سفیر بلال کریمي د «ټرانس همالیا» فورم په پنځمه غونډه کې په خپلو خبرو کې پر افغانستان د اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو یادونه کړې او له نړۍوالو یې د ګډې همکارۍ غوښتنه کړې ده.
هغه «ټرانس همالیا» فورم د سیمه ییز اتصال، اقتصاد، اقلیم، انرژۍ او پانګونې په برخه کې مهم بللی.
سربېره پردې، کریمي له بهرنیو پانګهوالو غوښتي چې افغانستان ته راشي، د هېواد وضعیت له نږدې وګوري او له اقتصادي فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.