Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ناروې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
۵ حوت ۱۴۰۳

ناروې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

په چین کې د افغانستان سرپرست سفیر بلال کریمي د افغانستان لپاره د ناروې له ځانګړي استازي پل کلومن او د چین لپاره د یاد هیواد له سفیر ویبجورن ډایسویک سره کتلي. په دې کتنه کې پل کلومن ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره د اقلیمي بدلون، بزګرانو ته د بدیلو کښتونو ورکړې، له بېوزلو سره د بشري مرستو او نورو بېلابېلو برخو کې خپلو هڅو او مرستو ته دوام ورکوي. همدا راز دې کتنه کې بلال کریمي د افغانستان او ناروې ترمنځ ډیپلوماتیک پرمختګونه ستایلي او دا یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د مثبتو اړیکو پراختیا لپاره مهم بللي دي.

مطالب

ناروې له افغانستان
خپلو مرستو ته دوام ورکوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ

ناروې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.