Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د پوځ لوی درستیز: ډیورنډ کې لګول شوی اغزن‌سیم مونږ ته د منلو نه‌دی.
۳۱ سرطان ۱۴۰۴

د پوځ لوی درستیز: ډیورنډ کې لګول شوی اغزن‌سیم مونږ ته د منلو نه‌دی.



د ملي دفاع وزارت د پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي وايي، ډیورنډ فرضي کرښه کې لګول شوی اغزن سیم د منلو نه‌دی.

فصیح‌الدین فطرت دغه څرګندونې نن (سه‌شنبه، سرطان ۳۱) د دفاع وزارت د یوه کال راپور وړاندې کولو غونډې پرمهال کړي او وې ویل، تېرو څو کلونو کې ځینو هېوادونو سره سرحدي پولو کې نښتې شوي، خو په وینا یې هڅه شوې چې ستونزې د خبرو له لارې حل شي.

هغه که څه هم پولو کې د نښتو شمېر مشخص نه‌کړ، خو زیاته یې کړه چې اسلامي امارت د افغانستان له سرحدونو دفاع کوي.

د پوځ لوی درستیز همدارنګه وویل چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره په تېر یوه کال کې د ډیورنډ فرضي کرښې په شمول د پولو په اوږدو کې ۱۵ سرحدي لواوې، ۹۳ کنډکونه او ۷۶۵ سرحدي پوستې ځای پر ځای شوي دي.

دی وايي، دغه وزارت د پوځي عملیاتو لپاره ۸ چورلکې، څه باندې ۴۱ زره موټر، نژدې ۶زره او ۵۰۰ سپکې او درنې وسلې او ۷۲۴ مخابراتي وسایل هم ترمیم کړي.

هغه ټینګار وکړ چې د روان کال لپاره مهم لومړیتوبونه د پوځي عملیاتو ترسره کول، د پوځ د وړتیاوو لوړول، د نویو تاسیساتو جوړول او د هیواد د ثبات او امنیت د لا پیاوړتیا لپاره د عملیاتي فعالیتونو پلانول دي.

مطالب

د پوځ لوی درستیز
ډیورنډ کې لګول شوی اغزن‌سیم مونږ ته د منلو نه‌دی

دا خبر نورو سره شریک کړئ