Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

عراقچي او د ناروې د بهرنیو چارو وزیر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې.
۲۲ جوزا ۱۴۰۴

عراقچي او د ناروې د بهرنیو چارو وزیر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د ناروې د بهرنیو چارو وزیر د اوسلو د ۲۲م نړۍوال کنفرانس په څنډه کې د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي. 

د ايران د بهرنيو چارو وزارت په یوه بیان کې ويلي، چې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په دې ليدنه کې د دوه‌اړخيزو اړيکو، سيمه‌ييزو تحولاتو او نړۍوالو موضوعاتو په اړه نظرونه تبادله کړي دي.

 د سرچینې د مالوماتو له مخې د ايران او امريکا ترمنځ د خبرو اترو وروستی وضعیت او همداراز د افغانستان تحولات د دواړو خواوو د بحث مهم موضوعات بلل شوي دي. 

په بیان کې د افغانستان په اړه د دواړو لوړپوړو چارواکو د خبرو اترو جزئیات نه دي خپره کړي.

مطالب

عراقچي او د ناروې د بهرنیو چارو وزیر سره
د افغانستان په اړه خبرې کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ