Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د خوست ښاروالۍ ۲۰۸ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي‌.
۲۳ جدی ۱۴۰۳

د خوست ښاروالۍ ۲۰۸ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي‌.

د خوست ښاروالۍ مسوولین وايي، چې د روان ۱۴۰۳ کال له پيل څخه تر دې دمه د بېلابېلو اصنافو څخه ۲۰۸ ميليونه افغانۍ عوايد ټول  شوي چې د تېرکال په پرتله ډېروالی ښيي.  خوست ښاروال بسم‌الله بلال  د تېرو درېوو مياشتو کړنو په تړاو د معلوماتو ورکولو غونډه کې وويل، چې روان کال د ښاروالۍ رياست له‌خوا په ښار کې ۳۲ پروژې پيل شوې چې د ځينو يې چارې بشپړې او د پاتو به د کال تر پايه چارې بشپړې شي. د نوموړي په وینا، پر يادو ۳۲ پروژو به ۳۹۰ ميليونه افغانۍ لګښت کېږي چې د ښاروالي له بوديجې ورکول کېږي. د ښاروالي مسوولان زیاتوي چې يادو پروژو کې د ښار دننه د پلي‌تګ لارې، کانالونه، د ښار ښکلا او پراختيا پروژې شاملې دي.

مطالب

خوست
ښاروالۍ

دا خبر نورو سره شریک کړئ