کونړ کې د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې پیل شوې.
د کونړ ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په ناړۍ او
شیګل ولسوالیو کې د ۷.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پراختیايي پروژو
چارې پیل شوې دي. د کونړ د ټولګټو چارو رییس قدرت الله معاذ وايي، چې د
ټولګټو چارو وزارت په مالي ملاتړ دوه پراخې پروژې، چې په ناړۍ ولسوالۍ کې د
سیند له څپو د کامتېلي سیمې عمومي سړک د ژغورنې لپاره د ۳۵۰ متره اوږدوالي
او ۶ متره پلن بلډروال جوړول او د شيګل ولسوالۍ سورانو خوړ کې د ۲۰ متره
عمومي تخریب شوي سړک بیا رغول شامل دي. د نوموړي په وینا، د دې پروژو له
بشپړېدو سره به د شیګل، غازي اباد، ناړۍ ولسوالیو او د ختیځ نورستان
اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي.