Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د امریکا یوه جېټ‌الوتکه سره سمندر ته لوېدلې.
۹ ثور ۱۴۰۴

د امریکا یوه جېټ‌الوتکه سره سمندر ته لوېدلې.

د امریکا سمندري ځواک وايي چې د دوی یوه جېټ‌الوتکه له بېړۍ څخه سره سمندر ته لوېدلې ده.

په پېښه کې یو کس ټپي شوی هم دی.

د امریکا سمندري پوځ په یوې بیانیه کې ویلي چې دغه جېټ‌الوتکه بېړۍ کې د لېږد-رالېږد پرسونل څخه د لېږد پرمهال اوبو ته لوېدلې ده.

اېف‌اې-۱۸ جنګي جېټ‌الوتکې ۶۷ میلیونه ډالر بیه لري.

د الوتکو لېږدونکې بېړۍ کې د الوتکو ځای پر ځای کولو لپاره کوچنیو موټرو پسې نښلول کېږي او یوې څنډې ته وړل کېږي.

دې بېړۍ کې هم د یادې جېټ‌الوتکې د لېږد پرمهال کوچنۍ موټر هم اوبو ته لوېدلی چې پرمهال یې، یو کس هم ټپي شوی دی.

په بیانیه کې همداراز ویل شوي چې ناو ترومن او نورې جېټ‌الوتکې فعالې دي او دغه پېښه تر څېړنې لاندې ده.

دا په نږدې شپږو میاشتو کې دویمه اېف‌اې-۱۸ جېټ‌الوتکه ده چې د امریکا سمندري ځواکونه یې، له لاسه ورکوي.

له دې وړاندې له ناو ترومن بېړۍ څخه په تېروتنه د امریکا اړوند جېټ‌الوتکه په توغندي وېشتل شوې وه چې پیلوټ یې، ژغورلی شوی و.

ناوترومن په منځني ختیځ کې د امریکا د الوتکو وړونکو دوو بېړیو څخه یوه ده چې له دې بېړۍ هره پر حوثي ډلې هوايي او توغندیز بریدونه کوي.

مطالب

د امریکا یوه جېټ‌الوتکه
سره سمندر ته لوېدلې

دا خبر نورو سره شریک کړئ