Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کورنیو چارو وزارت: امریکا پر سراج‌الدین حقاني ټاکلې جایزه لغوه کړې.
۳ حمل ۱۴۰۴

کورنیو چارو وزارت: امریکا پر سراج‌الدین حقاني ټاکلې جایزه لغوه کړې.



د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع رسنیو سره خبرو کې منلې چې د امریکا متحده ایالتونو د دغه وزارت د سرپرست سراج‌الدین حقاني پر سر ټاکلې جایزه لغوه کړې ده.

هغه ویلي چې امریکا د عبدالعزیز حقاني او یحیی حقاني پر سر ټاکلې پنځه میلیون ډالره جایزې هم لغوه کړي دي.

د امریکا متحده ایالتونو د سرج‌الدین حقاني په اړه د مالوماتو شریک کولو په بدل کې ۱۰ میلیون ډالره جایزه ټاکلې وه.

امریکايي رسنیو او د دغه هېواد چارواکو تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښوولی.

اوس د «عدالت لپاره جایزې» سایټ کې یوازې د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت د پخواني سرپرست خلیل‌الرحمان حقاني چې څه موده وړاندې کابل کې د یوه برید پرمهال شهید شو، نوم لیدل کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره جایزې» پروګرام د خلیل‌الرحمان حقاني په تړاو د مالوماتو په بدل کې ۵ میلیون ډالره جایزه ټاکلې وه.

مطالب

کورنیو چارو وزارت
امریکا پر سراج‌الدین حقاني
ټاکلې جایزه لغوه کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ