Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

جاپان او د اسیا پراختیايي بانک افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخوي.
۱۴ ثور ۱۴۰۴

جاپان او د اسیا پراختیايي بانک افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخوي.

د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال انجنیر سلطان محمد زبیر کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا او د افغانستان لپاره د اسیايي پراختیا بانک له مشر ډېويډ جې هېل سره کتلي دي.

 مالیې وزارت وايي، چې دې کتنه کې د جاپان سفیر او د اسیایي پراختیا بانک مشر په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د لا پراختیا ژمنه کړې ده. 

دغه راز د یاد وزارت مرستیال د جاپان سفارت او د اسیایي پراختیا بانک فعالیتونه ګټور بللي او د هر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.

مطالب

جاپان او د اسیا پراختیايي بانک
افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ