د راپورونو له مخې د پاکستان په بلوجستان ایالت کې د پولیسو پر موټر وسلهوال برید کې درې پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د یاد ایالات ځایي امنیتي مسوولینو ویلي، چې برید د کوټې په مستونګ سړک د نوي سریاب سیمې د پولیسو پر موټر شوی دی.
د مسوولینو په خبره له برید وروسته وسلهوال پر تېښته بریالي شوي دي.
ځایي چارواکو رسنیو ته ویلي چې سیمه کې د وسلهوالو نیولو لپاره چاڼیز عملیات پیل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان میلادي کال په پیل کې د پاکستان په بلوچستان او خېبرپښتونخوا کې وسلهوال بریدونه او نښتې ډېرې شوې دي.