Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پاکستان کې برید؛ څلور سرتېري وژل شوي او اووه ټپیان دي.
۱۷ دلو ۱۴۰۳

پاکستان کې برید؛ څلور سرتېري وژل شوي او اووه ټپیان دي.



د پاکستان خېبرپښتونخوا ایالت اړوند سوېلي‌وزیرستان کې پر امنيتي پوستې د وسله‌والو برید له امله څلور سرتېري وژل شوي او اووه نور تپیان دي.

پېښه بېګاه شپه ۱۱ بجې، د سوېلي‌وزیرستان د شکتوی تحصیل په شرکۍ سیمه کې رامنځته شوې. ټپیان روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

تراوسه د دغه برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه‌دی اخیستی.

په ورته مهال پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې وسله‌والو له یادې سیمې بېګاه وخته درې پولیس هم له خپلو کورونو له ځان سره بیولي دي.

د روان کال پرمهال د پاکستان په یاد ایالت کې وسله‌وال بریدونه او نښتې زیاتې شوې دي. په دغه ایالت کې خلکو د امنیت ټينګښت لپاره پراخ لاریونونه هم کړي دي.

د روان کال لومړۍ میاشت کې د پاکستان د نورو سیمو په ګډون تر ټولو ډېر بریدونه خېبرپښتونخوا کې شوي چې پرمهال د ملکیانو په ګډون د یاد هېواد سرتېري هم وژل شوي او ټپیان شوي دي.

مطالب

پاکستان کې برید
څلور سرتېري وژلی
او اووه ټپیان دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ