Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هند کې د لوېدلې الوتکې ۲۴۱ سپرلۍ وژل شوې.
۲۳ جوزا ۱۴۰۴

هند کې د لوېدلې الوتکې ۲۴۱ سپرلۍ وژل شوې.



هندي رسنیو راپور کړی چې تېره ورځ (پنجشنبه، جوزا ۲۲) احمد اباد ښار کې د الوتکې لوېدو پېښه کې د ۲۴۲ مسافرو له ډلې یوازې یو ژوندی پاتې دی او نور ټول وژل شوي.

د هند دولتي هوايي چلن ائرانډیا لخوا په دې اړه ویل شوي: «اې ای ۱۷۱ شمېره الوتکه چې له احمد اباد د لندن ګېټویک هوايي ډګر ته پرلار وه، تېره ورځ له یوې پېښې سره مخ شوه او تر الوتنې څو دقیقې وروسته بیرته وغورځېده.»

هندي چارواکو داسې حال کې د لږ تر لږه ۲۴۱ مسافرو وژل کېدل تائید کړي چې د یوه بریتانوي ژوندي پاتې کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

د هند لومړی وزیر مودي د ایر انډیا الوتکې د پېښې ځای ته ورغلی او د الوتکې د تورو بکسونو موندلو لټون روان دی.

دغه الوتکه د یوه کالج له لیلیې سره لګېدلې او د راپورونو پراساس، شاوخوا ۵۰ محصلان هم په کې ټپي شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

مطالب

هند کې د لوېدلې الوتکې
۲۴۱ سپرلۍ وژل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ