د راپورونو له مخې لسګونو اروپایانو په بروکسل کې د اروپايي شورا مخې ته لاریونونه وکړل او د یادې شورا له مشرانو یې وغوښتل، چې پر غزې د اسراییل د بریدونو د بندېدو لپاره پرې بندیزونه ولګوي.
د بشر د حقونو سازمانونه وايي، اروپايي ټولنخ باید ژر تر ژره لاس په کار شي، ځکه چوپ پاتې کېدل د اسراییل نورو ظلمونو ته هم زمینه برابروي.
د الجزیرې د راپور له مخې: «لاریون کوونکو ویل که اروپایي ټولنه پر روسیې بندیزونه لګولی شي، نو ولې د اسراییل د دوامداره بمبارۍ او کلابندۍ پر وړاندې هماغسې اقدامات نه کوي؟»
لاریونوالو ټینګار کړی، چې غزه د انساني ناورین له سخت حالت سره مخ ده او نړۍوال سکوت دا ناورین لا ژوروي.