لوګري ځوانان او فرهنګ پال ولایتي موزیم ته د ودانۍ جوړېدو غوښتنه کوي.
د لوګر یو شمېر فرهنګ پاله او علم دوسته ځوانانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه غوښتي، چې د تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتنې په موخه د ولایتی موزیم لپاره ورته معیاري ودانۍ جوړه کړي.
د باختر آژانس د خبر له مخې، د دغه ولایت دوه تنه فرهنګ پاله ځوانان، احمدالله او جمشید وایي، چې لوګر کې د ولایتي موزیم ودانۍ جوړولو لپاره پراخه ځمکه شتون لري، دوی د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه غوښتي، ترڅو د ولایتي موزیم د جوړېدو په برخه کې اړین ګامونه اوچت کړي.
خبرزیاتوي؛ لوګر یو لرغوني ولایت دی، چې د عینکو د مسو کان لرغوني سیمې څخه د کېندونو په اساس زرګونه قلمه تاریخي آثار ترلاسه شوي، چې د ولایتي موزیم د ودانۍ د نه شتون له امله، دغه آثار د کابل ملي موزیم ته انتقال شوي دي.
لوګر مېشت ځوانان وایي، که په دې ولایت کې موزیم ته ودانۍ جوړه شي؛ شونې ده چې، د یادو آثارو د بېرته انتقال په صورت کې به داخلي او بهرني سیلانیان دغه ولایت را مات شي او ورسره به خلکو ته هم د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو برخو کې مهم رول ولوبوي.
ورته وخت کې د لوګر اطلاعاتو او کلتور رئیس دوکتور رفیع الله صمیم ویلي؛ چې اوس مهال د یاد ریاست په ودانۍکې د سیمه ایز موزیم لپاره یوه خونه ځانګړې شوې، چې په وینا یې ۵۰ قلمه تاریخي آثار او ۹۰ قلمه لاسي صنایع په کې ساتل کیږي، چې تاریخي آثار یې د اسلامي او کوشاني دورو پورې تړاو لري.
د ښاغلي صمیم په وینا؛ د لوګر مرکز کې د ولایتي موزیم لپاره ٣ جریبه ځمکه او همدارنګه محمدآغې ولسوالۍ کې د مس عینک لرغونې ساحې کې د تاریخي اسټوپو د انتقال او ساتنې په موخه ٣٠ جریبه ځمکه شتون لري، چې د محمدآغې ولسوالۍ د سیمه ایز موزیم د احاطې دیوال کارونه هم پخوا بشپړ شوي دي او د ولایتي موزیم د ودانۍ جوړېدو موضوع اړونده وزارت ته وړاندیز شوې او په دې برخه کې هڅې روانې دي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وایي، د هرې ورځې په تېرېدو؛ لوګر کې د تاریخي آثارو او موزیم مینه وال مخ پر زیاتېدو دي.