Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزه کې یوازې نن ۲۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی.
۱۹ سرطان ۱۴۰۴

غزه کې یوازې نن ۲۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی.

غزه کې د اوربند ټینګښت له هڅو سره سره، د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له امله د نن ورځې پیل راهیسې تر دې مهاله ۲۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

روغتیايي چارواکي وايي چې وژل شوي ټول ښځې او ماشومان دي. اسراییلو ډېری بریدونه د غزې مرکز او سوېل اړوند سیمو کې کړي دي.

غزه کې د اسراییلو بریدونو سره هم‌مهاله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې روانې او یا هم راتلونکې اوونۍ کې د اوربند ټینګښت لپاره ډېر چانس شتون لري.

خو حماس ډلې بیا ټینګار کړی چې د غزې اوربند لپاره قطر کې خبرې د اسراییلو د سرزورۍ له کبله ستونزمنې وې.

پر غزې د اسراییلو بریدونو پیل راهیسې تر دا مهاله څه باندې ۵۷زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۱۳۷زره ټپیان دي.

همداراز ګڼ‌شمېر ټپیان او ناروغان روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو له کمښت سره مخ دي او زرګونه نور بیا له سختې لوږې زورېږي.

مطالب

غزه کې یوازې نن
۲۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ