د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازي له رسنیو سره په تازه څرګندونو
کې ویلي، چې بایډن د اوکراین د کړکېچ د دایمي حل لپاره له ولسمشر
ویلادیمیر پوتین سره د خبرو نه کولو له امله تېروتنه کړې او ډونالډ ټرمپ به
د اوکراین د مسلې د حل لپاره له روسي ولمسمشر پوتین سره خبرې وکړي. دا په
داسې حال کې ده، چې وروستیو کې د اوکراین او روسیې جګړې لا ډېر زور اخیستی
او د روسیې پوځيان هڅه کوي د اوکراین لا ډېرې سیمې تر خپل واک لاندې راولي.
بلخوا د امریکا اوسني ولسمشر بایډن، چې د واک موده یې یواځې ۱۱ ورځې پاتې
ده ویلي، چې د اوکراین لپاره به یوه بله د مرستو پوځي کڅوړه منظوره کړي.