د سرتېرو کمښت او د ځوانانو ګومارنه؛ اوکراین د هڅونې لپاره د کال ۲۴۰۰۰ ډالر ورکوي.
د اوکراین دفاع وزارت د پوځ په لیکو کې د ځوانانو جذبولو او د عسکري خدمت لپاره د کال ۲۴۰۰۰ ډالرو ورکړې اعلان کړی دی.
د هڅونې په دې پروګرام کې له ۱۸ تر ۲۴ کلنو ځوانانو غوښتنه شو چې د اوکراین پوځ سره یوځای شي او د کال ۲۴زره ډالر «یو میلیون هریونا» ترلاسه کړي.
د اوکراین ولسمشر تېره اوونۍ رویټرز سره مرکه کې ویلي و چې د جګړې لومړۍ کرښه کې د روسیې پوځ په پرتله د دوی د سرتېرو شمېر خورا کم دی او دوی اړ دي چې د هڅونې پروګرامونو پرمټ د پوځ لیکو ته ځوانان جذب کړي.
د اوکراین پوځ تېرکال د یوه قانون په تصویبولو سره د سرتېرو روزنې عمر له ۲۷ څخه ۲۵ ته راښکته کړ او هغه کس ته یې سزا هم ټاکلې چې پوځ سره له یوځای کېدو ډډه وکړي.
زېلېنسکي تېره میاشت ویلي و چې اوکراین دامهال ۹۸۰۰۰۰ پر وسله سمبال کسان لري.
د روسیې ولسمشر پوتین بیا تېرکال امر کړی و چې د یاد هېواد پوځ شمېر دې له ۱۸۰۰۰۰ څخه ۱.۵ میلیونه فعالو سرتېرو ته لوړ شي.