Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

په خوست کې تېر کال لسګونه پراختیايي پروژې پلې شوي.
۲ ثور ۱۴۰۴

په خوست کې تېر کال لسګونه پراختیايي پروژې پلې شوي.

د خوست ښاروالۍ ریاست مسوولین وایي چې د ۱۴۰۳ مالي کال په ترڅ کې یې د ۲۷۶ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه بېلابېلې پروژې پلې کړې دي، چې د ښار د پراختیا، ښاري خدمتونو او سرسبزۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي. 

د خوست ښاروال مفتي شهزاد نور رشاد د حساب ورکونې په ځانګړي پروګرام کې وویل چې د ښاري خدمتونو په برخه کې ۴۷ موقتي ملکیت سندونه اجرا شوي او د ۳۱ لویو او وړو پروژو له ډلې ګڼې بشپړې شوې دي. 

هغه زیاته کړه، چې په دغو پروژو کې ۲۴۷ پلچکونه، ۴ کیلومتره پلې لارې، ۴ کیلومتره د سړکونو تنویر، ۲۰ کیلومتره کانالونه، ۴۷۰ متره استنادي دیوالونه او د ۲۶ تشنابونو جوړول شامل دي. 

د رشاد په وینا، د مالي او اداري چارو په برخه کې، د ۱۷ عایداتي سرچینو له لارې تېر کال نږدې ۳۰۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړل شوي چې له دې جملې، ۲۷۶ میلیونه افغانۍ په پراختیايي پروژو لګول شوې دي.

مطالب

په خوست کې تېر کال
لسګونه پراختیايي
پروژې پلې شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ