په ترکیه کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې په استانبول کې افغان سفیر شیخ صنیعالله فرهمند له مېشتو یو شمېر افغان سوداګرو سره کتلي دي.
سرچینې ویلي، چې په دې کتنه کې د هېواد د تولیداتو د صادراتو او بازارموندنې، افغان سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو او د سوداګریزو فعالیتونو د ملاتړ په اړه خبرې شوې دي.
سرچینې زیاته کړې، چې افغان سوداګرو له نوي سفیر څخه د هرکلي تر څنګ د سرپرست حکومت له فعالیتونو خوښي څرګنده کړې او د اقتصادي اړیکو د پراختیا په برخه کې یې د بشپړې همغږۍ ډاډ ورکړی دی.