Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اسراییلو غزې ته د بشري مرستو بار لاریو د ننوتلو مخه نیولې.
۱۳ حوت ۱۴۰۳

اسراییلو غزې ته د بشري مرستو بار لاریو د ننوتلو مخه نیولې.



غزه کې د اوربند لومړي پړاو پای ته رسېدو سره هم‌مهاله اسراییلو دغه ښار ته له بشري مرستو بار موټرو د ننوتلو مخه نیولې ده.

که څه هم حماس د اوربند دویم پړاو ‎پیل غوښتنه لري، خو اسراییلو تېره ورځ د امریکا هغه پلان تایید کړ چې له مخې به یې، د روژې او یهودیانو جشن پرمهال څه باندې یوې میاشتې لپاره اوربند وغځېږي.

حماس بیا له مصر او قطر د منځ‌ګړیتوب غوښتنه کړې ده.

که دواړه لوري پر دغه پلان هوکړه وکړي، یوشمېر برمته شوي ژوندي او جسدونه به یې، اسراییلو ته سپارل کېږي او پاتې به د دایمي اوربند له هوکړې وروسته خوشې کړل شي.

حماس بیا وايي چې د اوربند د دویم پړاو پیل ته ژمن دي او د امریکا له لوري د اوربند وړاندیز شوې طرحه یې، رد کړې ده.

د حماس یوه جګپوړي چارواکي، محمود مرداوي، الجزیرې ته وویل چې دوی به یوازې د هغه تړون د شرایطو لاندې پاتې اسراییلي یرغمل شوي، خوشې کړي چې دمخه پرې موافقه شوې وه.

د اوربند د تړون د نازکوالي په منعکس کولو سره، سیمه‌ییزو روغتیایی چارواکو وویل چې د اسراییلو د ډزو له امله په شمالي او سوېلي غزه کې په جلاجلا بریدونو کې څلور فلسطینیان وژل شوي دي.

اسراییلو بیا ویلي چې دغه شکمن کسان د غزې شمال کې د دوی سرتېرو ته نږدې بم ځای پر ځای کاوه چې د یوه هوايي برید پرمهال وژل شوي دي.

مطالب

اسراییلو غزې ته
د بشري مرستو بار لاریو
د ننوتلو مخه نیولې

دا خبر نورو سره شریک کړئ