Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

عزیزي؛ له ازبکستان سره د ۴.۵ مېلیون ډالرو په ارزښت هوکړه‌ شوې.
۱۵ دلو ۱۴۰۳

عزیزي؛ له ازبکستان سره د ۴.۵ مېلیون ډالرو په ارزښت هوکړه‌ شوې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره د ۴.۵ مېلیون ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی. نورالدین عزیزي له ازبکستاني پلاوي سره په کتنه کې دغه راز هغوی ته وړاندیز کړی، چې د دواړو هېوادونو د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه هرکال د ترمذ په نړۍوال سوداګریز مرکز کې لږترلږه پنځه نندارتونونه جوړ شي. یاد وزارت په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترجیحي سوداګرۍ د هوکړه‌لیک او په سمنګان ولایت کې د سمنټو فابریکې د جوړېدو اړونده چارو او د هغې د پرانیستلو په هکله خبرې شوې دي.

مطالب

عزیزي
له ازبکستان سره
۴.۵ مېلیون ډالرو
په ارزښت هوکړه‌ شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ