Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اسراییلو الاقصی جومات کې د فلسطیني لمونځ‌کوونکو مخه نیولې.
۲۴ حوت ۱۴۰۳

اسراییلو الاقصی جومات کې د فلسطیني لمونځ‌کوونکو مخه نیولې.

د فلسطین حماس ډلې د اسراییلو د هغې پرېکړې غندنه کړې چې په الاقصی جومات کې یې، د روژې د دویمې جمعې پرمهال د لمونځ‌کوونکو مخه نیولې ده.

حماس په یوې بیانیه کې په روانې روژې میاشت کې د فلسطینیانو پروړاندې ورته اقدامات، د اسراییلو مذهبي جګړه بللې ده.

په بیانیه کې ویل شوي: «د دویم پرله‌پسې کال لپاره په الاقصی کې د عباد‌ت‌کوونکو پر شپې تېرولو پرله‌پسې بندیز د مسلمانانو پر عبادتونو او دودونو یو سیستماتیک برید او د بیتالمقدس او د هغه د سپیڅلو ځایونو د یهودي کولو لپاره د هڅو شدت څرګندوي.»

په بیانیه کې همداراز حماس د یو پرېکنده اسلامي دریځ غوښتنه کړې، څو د اسراییلو حکومت د «مسلمانانو د احساساتو او مقدساتو لپاره د خپل غرور او بې‌پروایۍ د دوام مخه ونیسي.»

په بیت المقدس کې مېشت د القدس نړیوال بنسټ پنجشنبه، مارچ ۱۳مه راپور ورکړ چې اسراییلي ځواکونو په الاقصی جومات برید وکړ او عبادت‌کوونکي یې په زوره وشړل.

مطالب

اسراییلو
الاقصی جومات کې
د فلسطیني لمونځ‌کوونکو
مخه نیولې

دا خبر نورو سره شریک کړئ