لوګر کې د کیک بوکسینګ سيالۍ، د د دغه ولایت د ورزشکارانو په بریا پای ته ورسېدې.
یادې سیالۍ د لوګر ولایت د ورزش او بدني روزنې آمریت او د کيک بوکسينګ فدراسیون په ګډه همکارۍ د دریو ولایتونو (لوګر، پکتیا، غزني) تر منځ د ژمني جام تر سرلیک لاندې تر سره شوې.
د لوګر د ورزش او بدني روزنې آمر انجنیر مزمل نعیم زي وویل؛ دغه ژمني جام سیالۍ چې دوه ورځې یې دوام وکړ په دريو کټګوريو کې بیلابیلو وزنونو کې ترسره شوې چې پایله کې لوګر لومړی پکتيا دوم او غزني ولایت دريم مقام ترلاسه کړ.
دغه راز نوموړي زیاته کړه چې له یادې سیالیو څخه موخه د کيک بوکسينګ رشتې لپاره د ځوانانو هڅول او د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه او د ځوانانو خوندي ساتل دي.
د ویلو وړ ده چې غوره لوبغاړو ته د د ورزش او بدني روزنې آمريت او د کيک بوکسينګ فدراسيون له لوري کپونه، مډالونه، کمربندونه او ستاينليکونو هم ورکړل شول.