Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بدخشان؛ د ۱۳۸ میلیونه افغانیو په ارزښت برېښنايي وسایل پېرل شوي.
۱۱ دلو ۱۴۰۳

بدخشان؛ د ۱۳۸ میلیونه افغانیو په ارزښت برېښنايي وسایل پېرل شوي.

د بدخشان ولایت د برېښنا شرکت د دغه ولایت مرکز او بهارک ولسوالۍ زیاترو سیمو ته د برېښنا رسولو په موخه د ۱۳۸ میلیونه ۴۱۱ زره  افغانیو په ارزښت بېلابېل برېښنايي وسایل پېرلي دي. د مسوولینو په خبره په دغه تجهیزاتو کې ۱۲۰۸ پایې او ۸۳ قلمه اړین وسایل شامل دي. ورته وخت کې د برېښنا شرکت مسوولین وايي، چې په پېرل شویو وسایلو کې ترانسفارمرونه، فلزي پایې، د مسو او المونیم کېبلونه، ټیمپولونه، د سویچ بورډونه او سلیټورنه شامل دي، چې په بهارک ولسوالۍ او د فیض آباد ښار په بېلا بېلو ناحیو کې به وکارول شي. د یادونې وړده، چې د بدخشان برېښنا شرکت هڅه کوي چې د زیربناوو په ښه کولو او د برېښنا رسونې د پوښښ په زیاتولو سره د برېښنا اړتیاوې پوره کړي او د برېښنا د کمښت ستونزې هوارې کړي.

مطالب

بدخشان
۱۳۸ میلیونه افغانیو
په ارزښت
برېښنايي وسایل
پېرل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ