Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ننګرهار کې د نرګس ګل کلنۍ مشاعره ترسره شوه.
۲۰ دلو ۱۴۰۳

ننګرهار کې د نرګس ګل کلنۍ مشاعره ترسره شوه.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دغه ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په مېملې بڼ کې د نرګس ګل کلنۍ دودیزه مشاعره وشوه. په دغه مشاعره کې د هېواد له بېلابېلو سیمو شاعرانو، لیکوالانو، فرهنګپالو او د ادب مینه والو برخه اخېستې وه. د مسوولینو په وینا، د دغې دودیزې مشاعرې په ترڅ کې د دوو کورنیو ترمنځ یوه پنځوس کلنه دښمني هم ختمه شوه.

مطالب

ننګرهار کې
د نرګس ګل
کلنۍ مشاعره
ترسره شوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ