Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتیا؛ ۳۵ ټنه تاریخ تېره خوراکي او غیر خوراکي توکي سوځول شوي.
۱۰ ثور ۱۴۰۴

پکتیا؛ ۳۵ ټنه تاریخ تېره خوراکي او غیر خوراکي توکي سوځول شوي.

د پکتیا ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د ۳۵ ټنه تاریخ تېره خوراکي او غیر خوراکي توکو د سوځولو خبر ورکړی دی. 

د مسوولینو په خبره دغه توکي یې د اتو میاشتو په موده کې د یاد ولایت له بېلا بېلو هټیو څخه راټول او د مسوولینو په شتون کې یې سوځولي دي. ځایي چارواکي وایي، هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې تاریخ تېره او بې کیفیته خوراکي او غیرخوراکي توکي پرخلکو وپلوري. 

د یادونې وړده، چې څه موده وړاندې د پکتیا د عامې روغتیا ریاست مسوولینو له لوري د شاوخوا ۱۰ ټنه تاریخ تېره او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل راټول او سوځول شوي وو.

مطالب

پکتیا؛ ۳۵ ټنه تاریخ تېره
خوراکي او غیر خوراکي توکي
سوځول شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ